ایکناخبری آژانس د ریپابلیک اننتل ویب سایټ له قوله راپور راکړ،د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف د روسیې او اسلامی نړۍ د سټراټژيک لرلید د ډلې په ناستې کې په شتون سره د اسلامی ملګرتیا موسیسې د غړو هیوادونو له سفیرانو سره لیده کاته وکړل.
د روسیې خارجه وزیر په دغې کتنې کې د اسلامی ملګرتیا موسیسې د غړو هیوادونو سفیرانو ته په خطاب کې ووئيل، روسیه داسلامی نړۍ له هیوادونو سره ښې ،صادقانه او متقابلا په احترام سره غوره اړیکې لري او ددغو اړیکو لاپیاوړتیا د ماسکو د بهرنی سیاست یو نه بدلیدونکی لومړیتوب دی .
لاؤروف په دې باب ووئيل، د مسلمانو هیوادونو له دوستانو سره ، د لاعادلانه ،ډيموکراټيک او څو قطبي نړۍ د نظم د رامینځةکولو لپاره هڅې ته دوام ورکوو او په نړۍ کې یو عادلانه او د احترام په اساس د نظام د رامینځة کولو لپاره هیڅ هڅه نه سپَمَوو.